هند افغانستان ته د واکسیناسیون پروګرام د ملاتړ لپاره ۲۰ ټنه طبي توکي ولېږل

خبرونه روغتيا ګټور خبرونه

هند د افغانستان د ماشومانو د واکسیناسیون پروګرام د پیاوړتیا په موخه ۲۰ ټنه اړین وچ طبي مواد پلازمینې کابل ته لېږلي دي.

 

دغه توکي د بېلابېلو واکسینونو د ساتنې، ذخیرې او خوندي لېږد په برخه کې کارول کېږي او موخه یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د واکسیناسیون بهیر لا اغېزمن کول دي.

 

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هند د افغانستان د روغتیايي سکتور ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي چې د بشري مرستو او روغتیايي همکاریو له لارې د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ووايي.

 

نوموړي زیاته کړې چې له دې مرستې سربېره نورې مرستندویه محمولې هم افغانستان ته د لېږد په حال کې دي.

 

د هند حکومت ویلي، د دغو طبي موادو لېږد د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشري همکاریو د دوام برخه ده او تمه کېږي چې د ماشومانو د واکسیناسیون په پروګرام کې به مهم رول ولوبوي.

 

روغتیايي کارپوهان باور لري چې د واکسینونو د ساتنې لپاره د اړینو تجهیزاتو او موادو شتون د ساري ناروغیو د مخنیوي او د ماشومانو د روغتیا د خوندیتوب لپاره ځانګړی اهمیت لري.

 

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: