نړيوالي رسنۍ: ايران د هرمز تنګي ته نږدې درې کانټينري بيړۍ په نښه کړي

خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

د رويټرز خبري اژانس د سمندري امنيتي سرچينو او د برېتانيا د سمندري سوداګرۍ عملياتو مرکز له قوله راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ په هرمز تنګي کې لږ تر لږه درې کانټينري کښتۍ په نښه شوې دي.

د راپور له مخې، له دې ډلې يوه کښتۍ چې د ليبيريا بېرغ يې لاره، د عمان شمال ختيځ ته پرې ډزې او راکټي بريد شوی او د قوماندې برخه يې زيانمنه شوې ده.

ويل شوي چې د ايران اړوند يوه بېړۍ يادې کښتۍ ته نږدې شوې او وروسته پرې ډزې شوې دي.

همدارنګه بله کښتۍ چې د پاناما بېرغ يې لاره، هم په نښه شوې خو چاته پکې زيان نه دی اوښتی او عمله يې خوندي ده.

راپور زياتوي چې درېيمه کښتۍ هم د ايران لوېديځ ته په نږدې اته سمندري ميله واټن کې تر ډزو لاندې راغلې، چې که څه هم ولاړه شوې، خو عمله يې خوندي پاتې ده.

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: