د پاکستان د پوځ مشر، فيلډ مارشال عاصم منیر، په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په فلسطین کې د اسراییلي پوځیانو په وړاندي د فلسطينيانو روان تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی او پر وړاندې یې چوپ پاتې کېدل سمه لاره نه ده.
نوموړي د دیني علماوو یوې غونډې ته د وینا پر مهال پوښتنه کړې، چې ایا د دوی د وینا له مخې د اسراییلي وروڼو وینه نه تویېږي او ایا دا د دوی ذمه واري نه ده چې د هغوی ساتنه وکړي؟
منیر زیاته کړې، چې د پاکستان پوځ، چې هغه یې د الله تعالی پوځ بولي چمتو دی که اړتیا پېښه شي، د غزې تړانګې ته واستول شي او د ټرمپ د سولې پلان په چوکاټ کې په ګډه له اسراییلي پوځیانو سره همکاري وکړي.
هغه همداراز پر دیني علماوو غږ کړی، چې د عامه افکارو د سمون لپاره خپل اغېزمن رول ادا کړي او ټینګار یې کړی، چې په دې برخه کې پر ټولو درنې ذمه وارۍ پرتې دي.
Total Views:
0
