د عامې روغتیا وزیر: د افغانستان د درملو بازار په یوه هېواد تکیه نه کوي

روغتيا

د عامې روغتیا وزیر نورالله جلال ویلي، چې د افغانستان د درملو بازار پر یوه هېواد تکیه نه کوي او د درملو په برخه کې د شته ستونزو د حل او د باکیفیته درملو د برابرولو لپاره پر بدیلو لارو کار روان دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د درملو د اتحادیې، شرکتونو او عمده پلورونکو مسوولینو له وزیر سره کتلي او د درملو د بیو کنټرول، د احتکار مخنیوي او په بازار کې د باکیفیته درملو د موجودیت په اړه خبرې شوې دي.

بلخوا، د درملو د اتحادیې مسوولینو ویلي، چې په افغانستان کې په کافي اندازه درمل شته او د کمښت ستونزه نه لیدل کېږي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: