د چارو ادارې رییس نورالحق انور ویلي، چې د کابینې او د ریاست الوزرا په غوښتنه او د مشرتابه د حکم له مخې، د نفت او ګازو په نوم یوه نوې خپلواکه اداره جوړه شوه.
نوموړي پر اېکس لیکلي، چې د دې ادارې له منظورېدو وروسته اداري کمېسیون ته لارښوونه شوې، څو له بېلابېلو وزارتونو او ادارو څخه هغه اته څانګې، چې د نفت او ګازو په برخه کې یې کار کاوه، د نوې ادارې په چوکاټ کې تنظیم کړي.
د نوموړي په وینا، د دې خپلواکې ادارې په جوړېدو سره به د نفتو او ګازو په تولید، تنظیم، کیفیت، شفافیت او همغږۍ کې اسانتیاوې رامنځته شي.
Total Views:
1
