د سوريې ولسمشر احمد الشرع په نږدې ورځو کې واشنګټن ته سفر وکړي

نړۍ نړېوال خبرونه

د سوريې لپاره د امريکا ځانګړي استازي، ټام باراک ويلي، په پام کې ده چې د سوريې ولسمشر احمد الشرع په نږدې ورځو کې واشنګټن ته سفر وکړي.

د رويټرز د راپور له مخې، دا به د امريکا پلازمېنې ته د يوه سوريايي مشر لومړني سفر وي.

د سپينې ماڼۍ د يوه چارواکي په وينا، ټاکل شوې دغه سفر د روانې نومبر مياشتې پر ۱۰مه نيټه ترسره شي.

اخوا سوريايي چارواکو هم ويلي، تمه ده چې د ولسمشر شرع سفر راتلونکو دوو اونيو کې عملي شي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: