د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ او صنعت خونې مشر ضیالحق سرحدي وايي، چې د تېرو دوو میاشتو راهیسې د سوداګریزو لارو تړل کېدو پاکستان ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
نوموړي ویلي، چې یوازې په ۴۵ ورځو کې پاکستان ته شاوخوا ۱۶،۵ میلیارده روپۍ مالي زیان اوښتی دی.
نوموړي نن سه شنبه د لیندۍ په ۲۵مه وویل، چې د لارو له تړل کېدو مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کلنی سوداګریز حجم له دوو تر درېیو میلیاردو ډالرو پورې و.
سرحدي زیاته کړه، چې د سوداګریزو لارو ناڅاپي تړل کېدو یو انساني بحران رامنځته کړی، چې له امله یې له لسو زرو ډېر موټرچلوونکي، کارګر او سوداګر بېروزګاره شوي دي.
هغه وویل، چې په تورخم او چمن کې له ۸ زرو زیات باروړونکي موټر بند پاتې دي.
د نوموړي په وینا، د کراچۍ بندر کې د افغان ټرانزټ زرګونه کانټینرونه هم بند پاتې دي، چې له امله یې د بندر پر چارو فشار زیات شوی دی.
د ګډې سوداګرۍ خونې مشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو د ژر خلاصېدو غوښتنه کړې ده.
