مالیې وزارت: د شپږو نورو تثبیت شویو د متقاعدینو معاش ورکوو

خبرونه

مالیې وزارت اعلان کړی چې د شپږو تثبیت شویو ادارو د متقاعدینو معاشونه به ورکړل شي.

دغه وزارت ویلي، چې د برېښنا شرکت، د ښاري اوبو رسونې او کانالیزاسیون عمومي ریاست، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، ملي راډیو ټلوېزیون او د کورنیو چارو وزارت د ډګروالانو متقاعدینو ته به د راتلونکې جدي میاشتې په ۲۰مه نېټه په نوبتي ډول معاشونه ورکړل شي.

د مالیې وزارت زیاته کړې چې د نورو ادارو د متقاعدینو د معاشونو مهالوېش به د نوي کال د وري میاشتې په ۲۵مه نېټه اعلان شي.

وزارت له هغو متقاعدینو غوښتي چې نومونه یې په نوملړ کې نه وي، د تقاعد عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: