اسلامي امارت: د پاکستان بریدونه بې ځوابه نه پرېږدو

خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت په تازه اعلامیه کې د تېرې شپې هوايي بریدونه د هېواد د هوایي حریم ښکاره نقض بللی او دا یې له ټولو نړیوالو منل شویو اصولو سره په ټکر کې ګڼلی دي.

اعلامیه لیکي چې د پاکستاني پوځ دا ډول کړنې نه یوازې کومه ګټه نه لري، بلکې یو ځل بیا څرګندوي چې د ناسمو معلوماتو پر اساس عملیات د پاکستان د پوځي رژیم د شرم او ناکامۍ سبب ګرځي.

اسلامي eمارت ټینګار کړی چې د هوايي او ځمکني حریم ساتنه او د خپل ولس دفاع یې مشروع حق دی او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.

Total Views: 2
له نورو سره یې شریک کړئ: