خیبر پښتونخوا

د سهار وخت پر مهال پر پاکستاني سرتيرو د پاکستان د طالبانو تحريک بريد

خبرونه

د خيبر پښتونخوا د خيبر ولسوالۍ د اکاخېلو په سيمه کې نن د سهار وخت پر مهال وسله وال بريد شوي، چې په پايله کې درې پاکستاني امنيتي سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

امنيتي چارواکي وايي، له بريد وروسته د پوځ ۱۵ سرتېري ورک دي او د هغوي د لټون او ژغورنې عمليات هم دوام لري.

د تحريک طالبان پاکستان په نوم د پاکستان حکومت مخالفې ډلې د دې بريد پړه پر غاړه اخيستې او ادعا يې کړې چې د پاکستاني پوځ پر يوه پوسته يې بريد ترسره کړي دي.

ياد بريد په داسې وخت کې رامنځته شوي، چې په ترکيه کې افغانستان او پاکستان تر منځ د وروستيو مذاکراتو لړۍ بې پايلي پاي ته رسېدلې او پاکستاني لورې د مذاکرو له مېز څخه تېښته کړې ده.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: