خلیلزاد: تورخم او بولدک نه بلکي تر اټکه د افغانستان خاوره ده

خبرونه راپورونه ګټور خبرونه

پخواني امریکايي دیپلومات او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمې تورخم او بولدک نه بلکي د اټک تر کرښې پورې سیمې، د افغانستان خاوره بلل کېږي.خلیلزاد ټینګار کړی، چې د سیمې د تاریخ، جغرافیې او نړیوالو تړونونو پر بنسټ، دا سیمې د افغان ملت قانوني حق دی او پاکستان به یوه ورځ حتمي دغه سیمې افغانستان ته وسپاري.نوموړي زیاته کړې، چې د سرحدي شخړو په اړه روښانه او اصولي دریځ د سیمې د تلپاتې ثبات لپاره مهم دی.هغه ویلي، چې د دغو څرګندونو موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا رامنځته کول او د سیمې د سیاسي او امنیتي ثبات لپاره د حل‌ لارې موندل دي.د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد پر سر شخړه له اوږدې مودې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف یوه مهمه موضوع پاتې شوې ده. د ډیورنډ کرښه، چې په ۱۸۹۳ زېږدیز کال کې د برېتانوي هند له لوري کښل شوې، د افغانستان له لوري په رسمي ډول نه ده منل شوې.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: