د مستعمرې پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په مېنا سیمه کې د پاکستاني پوځ پر یوه پوځي کمپ وسله وال برید شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
د پوځي سرچینو او راپورونو له مخې، برید لومړی د یوې درانه ځانمرګي برید له په ترسره کېدو پیل شوی او وروسته وسله والو هڅه کړې چې د ویجاړ شوي دېوال له لارې کمپ ته ننوځي.
راپورونه زیاتوي، چې پاکستاني ځواکونو د لاسي بمونو او د دامنګي له څارونکې پوستې د ډزو په وسیله د وسله والو د پرمختګ مخه نیولې او برید یې شنډ کړی دی.
د پاکستاني چارواکو په وینا، اوسمهال په سیمه کې د کمپ د پاکولو عملیات روان دي او د ټپیانو او وژل شویو پوځيانو د لېږد بهیر دوام لري.
خو تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
Total Views:
0
