افغانستان د اذربایجان ولس ته د بریا مبارکي ورکړه

خبرونه

په باکو کې د افغانستان سفارت د آذربایجان خلکو ته د نومبر د اتمې، چې د دغه هېواد د بریا ورځ بلل کېږي، مبارکي وړاندې کړې ده.

د افغانستان سفارت پرون په یوه خپور شوي پیغام کې ویلي، د آذربایجان خلکو ته دې د نومبر اتمه، د بریا ورځ مبارک وي.

د آذربایجان د بریا ورځ هر کال د ناګورنو قره‌ باغ جګړې د پای په مناسبت نمانځل کېږي، چې په ۲۰۲۰ کال کې د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ جګړه د باکو په بریا پای ته ورسېده.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: