هرات د لومړي ځل لپاره عراق ته د ښځو او ماشومانو د جامو ۲۰ زره جوړې صادرې کړې

د هرات د صنعت او سوداګرۍ خونې اعلان کړی چې د دې ولایت د جامو جوړونکو په لومړي ځل عراق ته د ښځو او ماشومانو د جامو سوداګریز صادرات ترسره کړي دي.   د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د صادراتو دغه لومړنی محموله چې ۲۰ زره جوړې جامې پکې شاملې دي، تېره ورځ له […]

بشپړه لیکنه

عزیزي: له پاکستان سره د سوداګرۍ ځنډ موقتي دی

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ له اوو میاشتو زیات ځنډ موقتي دی او ژر به حل شي.   نوموړي ویلي، د افغانستان د مالونو ټرانزیټ د پاکستان له لارې د هېواد اساسي حق دی او په باور یې اسلام‌ آباد به دا لاره بېرته […]

بشپړه لیکنه

بيکدلي: موږ غواړو دا فغانستان څخه ايران ته د صادراتو کچه لوړه کړو

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي ویلي، هېواد یې غواړي له افغانستان څخه ایران ته د صادراتو کچه زیاته کړي.   هغه دا څرګندونې د زنجان د سوداګرۍ، صنعت، کانونو او کرنې خونې له رییس سره په لیدنه کې کړې او ټینګار یې کړی چې ایران د دواړو […]

بشپړه لیکنه

یوه اوونۍ کې بهر ته تر ۱۷۰زره میتریک ټنه ډېر انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۷۰ زره او ۶۲۶ متریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، دا انتقالات د حیرتانو، آقینې، تورغنډۍ او خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ترسره شوي دي.

بشپړه لیکنه

هرات کې د تازه مېوو صادرات له ۱۶ میلیونو ډالرو واوښتل

د هرات ولایت چارواکي وایي، په تېرو ۹ میاشتو کې له دې ولایته ۲۲ زره او ۲۴ ټنه تازه مېوې بهر ته صادرې شوې دي. د دغو صادراتو ارزښت له ۱۶ میلیونو ډالرو ډېر ښودل شوی دی. د هرات ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه مېوې بېلابېلو هېوادونو ته لېږل شوې دي. د […]

بشپړه لیکنه

سرچینې: په تیرو اوو میاشتو کې له هرات څخه تر شل زیاتو هېوادونو ته د وچې میوې صادرات شوي

د هرات څخه ځایي سرچینې وایي، چې سږکال د لومړیو اوو میاشتو په ترڅ کې له دغه ولایت څخه تر شل ډېرو هېوادونو ته د وچې میوې صادرات شوي دي. د معلوماتو له مخې، د وچې مېوې د صادراتو دا کچه د تېر کال د همدې دورې په نسبت نږدې درې چنده لوړه شوې ده.

بشپړه لیکنه