هند: د چابهار بندر په پراختیا کې خپل رول ساتو

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، د چابهار بندر پروژې لپاره د امریکا له بندیزونو ورکړل شوی مشروط معافیت د اپرېل په ۲۶مه پای ته رسېدلی او نوی ډیلی د دې بندیزونو د اغېزو د ارزونې لپاره له اړوندو ادارو سره خبرې کوي. د هند د دولت وزیر کیرتي وردهن سینګ ویلي، هند لا […]

بشپړه لیکنه

ازبکستان په حیرتان کې د جستو ډبرو د پروسس فابریکه جوړوي

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه ‌یف ویلي، هېواد یې غواړي په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. هغه  د ریاست ‌الوزرا له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره په لیدنه کې ویلي، ازبکستان به په حیرتان کې د جستو د ډبرو د پروسس لپاره د ۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت […]

بشپړه لیکنه

هند افغانستان ته د واکسیناسیون پروګرام د ملاتړ لپاره ۲۰ ټنه طبي توکي ولېږل

هند د افغانستان د ماشومانو د واکسیناسیون پروګرام د پیاوړتیا په موخه ۲۰ ټنه اړین وچ طبي مواد پلازمینې کابل ته لېږلي دي.   دغه توکي د بېلابېلو واکسینونو د ساتنې، ذخیرې او خوندي لېږد په برخه کې کارول کېږي او موخه یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د واکسیناسیون بهیر لا اغېزمن کول […]

بشپړه لیکنه

مسکو او بیجینګ د افغانستان د ترهګرۍ ضد مبارزې د پیاوړتیا ملاتړ وکړ

روسیې او چین په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې ترهګري لا هم د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي او د دې خطر د مخنیوي لپاره باید نړیواله او سیمه‌ ییزه همکاري نوره هم پیاوړې شي.   دغه اعلامیه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین د ولسمشر […]

بشپړه لیکنه

ملګري ملتونه: تر دا مهاله نږدې ۶ میلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې شپږ میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي او د هغوی د ملاتړ لپاره یې د نورو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ ۵۲۹ میلیونه ډالري پلان هم پيل کړی دی. د یاد سازمان په وینا، تمه ده چې د روان میلادي کال تر پایه درې میلیونه […]

بشپړه لیکنه

ترکمنستان افغانستان ته د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا پروژې چاري چټکوي

د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالحق همکار په ترکمنستان کې د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر اننه ګیلدي سپروف سره د لیدنې پرمهال د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد پروژې او د انرژۍ د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.   د برېښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، عبدالحق همکار ویلي چې د […]

بشپړه لیکنه

د هرات او کندهار زونونو څخه جدې ته د حاجيانو د انتقال لړۍ پيل شوه

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقاف وزارت وايي چې د افغان حاجیانو د لېږد بهیر په منظم ډول روان دی او د مدینې منورې تر څنګ اوس د هرات او کندهار له زونونو څخه د جدې نړیوال هوايي ډګر ته هم د هغوی انتقال پیل شوی دی. دغه وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه […]

بشپړه لیکنه

نوري: پر افغانستان د لاسوهنې نیت لرونکي دې له تېرو عبرت واخلي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د بلخ ولایت په یوه غونډه کې خبرداری ورکړی، چې که څوک پر افغانستان د تېري یا لاسوهنې نیت لري، باید له تېرو تجربو درس واخلي.   نوموړي ټینګار کړی، چې افغانانو هېڅکله چاته اجازه نه ده ورکړې چې پر خپله خاوره واک وچلوي، او […]

بشپړه لیکنه

د بهرنیو چارو وزير : د ورزشي ډیپلوماسۍ له لارې نړیوالې اړیکې پیاوړې کوو

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د دودیزې غیږنیونې نړیوالې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د ورزشي ډیپلوماسي له لارې هڅه کوي له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي.   د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء […]

بشپړه لیکنه

طبیعي پېښو په تيرو دوو ورځو کې د ۱۳ هېوادوالو ژوند اخیستی

په هېواد کې د ورستیو پرله‌ پسې ورښتونو او ورسره تړلو طبیعي پېښو له امله، د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویلي چې یوازې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۱۳ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.   د یادې ادارې ویاند، حافظ محمد یوسف حماد، ویلي چې دغه مرګ‌ ژوبله […]

بشپړه لیکنه