د هرات او کندهار زونونو څخه جدې ته د حاجيانو د انتقال لړۍ پيل شوه

خبرونه کورني خبرونه

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقاف وزارت وايي چې د افغان حاجیانو د لېږد بهیر په منظم ډول روان دی او د مدینې منورې تر څنګ اوس د هرات او کندهار له زونونو څخه د جدې نړیوال هوايي ډګر ته هم د هغوی انتقال پیل شوی دی.

دغه وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې تر اوسه ټولټال ۱۴ زره او ۵۲۳ افغان حاجیان سعودي عربستان ته رسېدلي دي، او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د چارواکو په وینا، هڅه کېږي چې ټول حاجیان په ټاکلي وخت او منظم ډول خپلو مقدسو ځایونو ته ورسول شي.

د خبرپاڼې له مخې، د حاجیانو د ښه خدمت، اسانتیاوو برابرولو او د احتمالي ستونزو د حل لپاره ۳۰۰ تنه د بعثې غړي او ۱۵۰ تنه په سعودي عربستان کې مېشت افغانان د بېلابېلو کاري کمېټو په چوکاټ کې ګومارل شوي دي.

دا کمېټې د استوګنې، ترانسپورټ، روغتیايي خدمتونو او لارښوونې برخو کې فعالیت کوي.

د ارشاد، حج او اوقاف وزارت همداراز ټینګار کړی چې د حاجیانو د خوندي سفر، مناسب استوګنځي او منظمو دیني لارښوونو لپاره لازم تدابیر نیول شوي، او هڅه روانه ده چې سږکال د حج مراسم د تېرو کلونو په پرتله لا ښه تنظیم شي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: