دوشنبه، ۲۰ تله ۱۴۰۵کابل۱۳°C / ۵۶°Fروښانه شپه
خبرونه · نړۍ · نړېوال خبرونه

سپاه پاسداران هرمز تنګي کې د امريکا يو پوځي بيړۍ په دوه توغنديو وويشته

Arleigh Burke-class guided-missile destroyer USS Rafael Peralta (DDG 115) patrols the Arabian Sea during a maritime blockade against ships entering or exiting Iranian ports and coastal areas, April 21, 2026. Rafael Peralta is deployed to the U.S. 5th Fleet area of operations to support maritime security and stability in the Middle East. (U.S. Navy photo)

فارس خبري اژانس، چې له سپاه پاسداران سره تړاو لري د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دوه توغندي د امریکا د سمندري ځواکونو پر یوه پوځي بيړۍ لګېدلي دي.

 

په راپور کې ادعا شوې چې دغه جنګي بيړۍ د جاسک شاوخوا کې د هرمز تنګي د تېرېدو په حال کې وه، او د ایران د سمندري ځواکونو له خبرداري وروسته د برید هدف ګرځېدلې ده.

 

فارس ویلي چې د توغندیو له لګېدو وروسته دغه پوځي بيړۍ خپل حرکت بند کړی او له سیمې د شا تګ مجبور شوی دی.

 

خو بل لور ته، یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي د اکسيوس خبريال باراک راوید ته ویلي چې د دې برید په اړه د فارس راپور ناسم دی او دغه ادعا ردوي.

 

تر دې وړاندې د ایران د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي وو چې د سمندري ځواکونو د سخت او فوري خبرداري له امله د امریکا او اسرائیل د ځینو جنګي بېړیو د هرمز تنګي ته د ننه کېدو مخه نیول شوې ده.

 

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: