د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ایران هوايي بریدونه غندلي او هغه یې خیانت کارانه بللي دي.
دغه وزارت ویلي، امارات د دې ډول بریدونو پر وړاندې د ځواب ورکولو بشپړ او مشروع حق د ځان لپاره خوندي ګڼي او دا ډول اقدامات د هېواد د امنیت پر وړاندې مستقیم ګواښ بولي.
له بلې خوا، د فجیره په نفتي صنعتي سیمه کې د هوايي برید له امله اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
د ملکي دفاع ټیمونه سمدستي سیمې ته رسېدلي او د اور د مهارولو هڅې یې پیل کړې دي.
په دې پېښه کې درې تنه هندي وګړي ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
Total Views:
0
