علماء: له هېواد څخه دفاع جهاد دی

يو شمېر باوري سرچينو رسنيو ته تایید کړې چې د هېواد له زر څخه ډېرو علماو او مشایخو په کابل کې په یوې پراخې غونډه کې د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې مهمې پرېکړې کړې دي. غونډه کې پرېکړه وشوه چې د هېواد له حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام څخه دفاع فرض […]

بشپړه لیکنه

سرچینې: په تیرو اوو میاشتو کې له هرات څخه تر شل زیاتو هېوادونو ته د وچې میوې صادرات شوي

د هرات څخه ځایي سرچینې وایي، چې سږکال د لومړیو اوو میاشتو په ترڅ کې له دغه ولایت څخه تر شل ډېرو هېوادونو ته د وچې میوې صادرات شوي دي. د معلوماتو له مخې، د وچې مېوې د صادراتو دا کچه د تېر کال د همدې دورې په نسبت نږدې درې چنده لوړه شوې ده.

بشپړه لیکنه

سرچینې: له پاکستان سره د خبرو لپاره افغان پلاوي ریاض ته سفر کړی

د سرچینو د مالوماتو له مخې، د اسلامي امارت یو لوړپوړي پلاوي سعودي عربستان ته سفر کړی دی. د دغو سرچینو په وینا، انس حقاني، د داخله وزارت مرستیال رحمت‌ الله نجیب او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ریاض ته تللي دي. د معلوماتو له مخې، د پاکستان یو پلاوی هم په همدې […]

بشپړه لیکنه

یوناما: پاکستان دې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) د پاکستان د پوځي رژیم له خوا په پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو کې وروستیو هوايي بریدونو ته غبرګون ښودلی دی. یوناما دا بریدونه غندلي او له دغه هېواد څخه یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د ملکي وګړو د خوندیتوب په برخه کې نړیوالو […]

بشپړه لیکنه

پښتین: په افغان خاوره د پاکستاني رژیم وروستي بریدونه ترهګرېز عمل دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي، په پکتیکا، خوست او کونړ د پاکستان د پوځي رژیم وروستي بریدونه «ناانساني، نااسلامي او د نړیوالو قوانینو خلاف» دي. هغه وايي چې د ماشومانو او مېرمنو وژل، د بې‌ ګناه کډوالو ځورولو ته د ترهګرۍ ضد عملیات ویل سم نه دي، […]

بشپړه لیکنه

د پاکستان پوځ: په افغانستان د تیرې شپې برید موږ ندی ترسره کړی

د پاکستاني رسنیو په وینا، د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د دوشنبې شپې هوایي بریدونه په افغانستان کې دوی نه دي کړي او ویلي یې دي: «که موږ برید وکړو، مسئولیت به یې په ښکاره ومنو.» د پوځ ویاند احمد شریف چودري ټینګار کړی چې پاکستان هرکله کوم عملیات یا برید ترسره کړي، هغه […]

بشپړه لیکنه

اسلامي امارت: د پاکستان بریدونه بې ځوابه نه پرېږدو

د افغانستان اسلامي امارت په تازه اعلامیه کې د تېرې شپې هوايي بریدونه د هېواد د هوایي حریم ښکاره نقض بللی او دا یې له ټولو نړیوالو منل شویو اصولو سره په ټکر کې ګڼلی دي. اعلامیه لیکي چې د پاکستاني پوځ دا ډول کړنې نه یوازې کومه ګټه نه لري، بلکې یو ځل بیا […]

بشپړه لیکنه

عزیزي: هند افغانانو ته د روغتیایي وېزو بهېر بیا پېلوي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی ویلي، هند به ډېر ژر د افغانانو لپاره د صحي ویزو صادرولو بهیر بیا پیل کړي. هغه زیاته کړې، چې د ویزو د صادرولو ستونزې د هند او افغانستان د بهرنیو چارو وزارتونو په ګډو هڅو حل شوې دي. عزیزی زیاتوي چې هند د افغانانو لپاره […]

بشپړه لیکنه

د سوداګري وزارت: له افغانستان سره تړلې سوداګرېزې لارې به کابل په خپلو شرطونو پرانېزي

د سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد د کابل د وچې مېوې د نوي سوداګریز مارکېټ د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، که هر څوک پر افغانستان خپلې سوداګریزې لارې وتړي، افغانان به هغه په خپلو شرطونو بېرته پرانیزي. زاهد زیاته کړه چې په هېواد کې د تولیدي کارخونو شمېر د پخوا په پرتله په ښکاره […]

بشپړه لیکنه

ایران: افغانستان سره تر ټولې اروپا زیات تجارت لرو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یوه ایراني خبري بنسټ سره په مرکه کې څرګنده کړې چې د ایران او افغانستان ترمنځ اوسنی سوداګریز حجم تر هغه سوداګرۍ هم لوړ دی چې ایران یې له ټولو اروپايي هېوادونو سره لري. نوموړي ویلي، د ایران سرحدي ولایتونه د دې توان لري چې […]

بشپړه لیکنه