عزیزي: هند افغانانو ته د روغتیایي وېزو بهېر بیا پېلوي

خبرونه روغتيا

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی ویلي، هند به ډېر ژر د افغانانو لپاره د صحي ویزو صادرولو بهیر بیا پیل کړي.

هغه زیاته کړې، چې د ویزو د صادرولو ستونزې د هند او افغانستان د بهرنیو چارو وزارتونو په ګډو هڅو حل شوې دي.

عزیزی زیاتوي چې هند د افغانانو لپاره په صحي برخه کې ډېر مهم دی، او افغانان به اوس کولای شي په مستقیم ډول کابل کې د هند له سفارت څخه د ویزو غوښتنه وکړي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: