يو شمېر باوري سرچينو رسنيو ته تایید کړې چې د هېواد له زر څخه ډېرو علماو او مشایخو په کابل کې په یوې پراخې غونډه کې د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې مهمې پرېکړې کړې دي.
غونډه کې پرېکړه وشوه چې د هېواد له حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام څخه دفاع فرض عین ده او د بهرني تېري پر وړاندې مقاومت مقدس جهاد بلل کېږي.
د علماو په وینا، د اسلامي اmارت د رهبر د لارښوونې پر بنسټ به هېچا ته اجازه نه وي چې بهر ته د نظامي فعالیت لپاره سفر وکړي.
ګډونوالو ټینګار کړی چې که څوک له دې حکم سرغړونه کوي، اسلامي اmارت حق لري چې په وړاندې یې قانوني او شرعي اجرأت ترسره کړي.
غونډې همداراز پرېکړه وکړه چې د افغانستان خاوره به هېڅ فرد یا ډله د نورو هېوادونو پر ضد د جګړې لپاره نه کاروي، او مخالفت کوونکي به تعقیب کېږي.
Total Views:
0
