سرچینې: له پاکستان سره د خبرو لپاره افغان پلاوي ریاض ته سفر کړی

خبرونه

د سرچینو د مالوماتو له مخې، د اسلامي امارت یو لوړپوړي پلاوي سعودي عربستان ته سفر کړی دی.

د دغو سرچینو په وینا، انس حقاني، د داخله وزارت مرستیال رحمت‌ الله نجیب او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ریاض ته تللي دي.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان یو پلاوی هم په همدې وخت کې سعودي عربستان ته ورغلی او د ریاض په منځګړیتوب د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ خبرې بیا پیل شوې دي.

تر اوسه د خبرو د اجنډا په اړه نور جزیات نه دي و رکړل شوي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: