نیویارک‌ ټایمز: د واشنګټن د رضایت لپاره تهران د جینوا په غونډه اقتصادي وړاندیزونه کړي

نیویارک‌ ټایمز ورځپاڼې د جېنوا د اټومي خبرو له بهیر څخه د درېیو باخبره ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې تهران له امریکا سره د مذاکراتو پر مهال د واشنګټن د رضایت ترلاسه کولو لپاره یو لړ اقتصادي وړاندیزونه مطرح کړي دي.د سرچینو په وینا، په دغو وړاندیزونو کې له امریکایي شرکتونو سره، په […]

بشپړه لیکنه

په کابل کې د زړه د علومو ملي انسټېټیوټ پرانېستل کېږي

د شهید سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون چارواکی وایي، چې ډېر ژر به د دغه روغتون په چوکاټ کې د زړه ناروغیو د درملنې او تخصصي زده‌ کړو لپاره د زړه د علومو ملي انسټېټیوټ پرانېستل شي.د ياد روغتون رييس محمد طاهر احرار زیاته کړې، چې دا انسټېټیوټ د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه افغانیو […]

بشپړه لیکنه

ایران د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د تضمیني پېرلو اعلان وکړ

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر محمود سیادت وایي، ایران چمتو دی چې د افغانستان کرنیز او مالدارۍ محصولات په تضمیني ډول وپېري او وارد یې کړي؛ هغه اقدام چې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه انډول رامنځته کړي او د افغانستان د عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي.نوموړي […]

بشپړه لیکنه

ایران د افغانستان له لارې چین ته د مستقیمې رېل پټلۍ د غځولو طرحه اعلان کړه

ایران غواړي له چین سره په مستقیم ډول د افغانستان له لارې د رېل پټلۍ نوې لاره وغځوي. د ایران د اوسپنې پټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ مشر شهریار نقي‌ زاده ویلي، دا ستره پروژه به د ایران سوداګریزه لاره له چین سره ونښلوي او د ترانسپورتي واټن کچه به نږدې ۵۰ سلنه راکمه کړي.نقي‌ زاده […]

بشپړه لیکنه

اين پي آر: د افغانستان او پاکستان د ترانزیټي لارو بندښت د حياتي سوداګرۍ ملا ماته کړې

امريکايي رسنۍ اېن پي آر راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندیدل د دوو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ ته ستر زیان اړولی دی. اېن پي آر وايي چې د دې بندښت له امله د چین، مالیزیا او ویتنام په څېر هېوادونو څخه د ټرانزيتي توکو رسولو ته هم ګډوډي رامنځته شوې […]

بشپړه لیکنه

د امريکا يوې محکمې امر کړی چې د افغان ايس ای وي قضيو ارزونه دي بيرته پيل شي

د کډوالو سره د مرستې نړۍ وال سازمان اعلان کړی، چې د امریکا یوې فدرالي محکمې د ټرمپ ادارې ته امر کړی، څو د افغان کډوالو د ځانګړې کډوالۍ SIV ویزو د غوښتنلیکونو ارزونه بېرته پیل کړي.د واشنګټن ډي‌ سي د کولمبیا حوزې قاضي تانیا چاټکان په خپله پرېکړه کې ویلي، چې د نامعلومې مودې […]

بشپړه لیکنه

قیصر: له افغانستان سره د فشار پر ځای ډیپلوماسي د ستونزو د حل یوازینۍ لار ده

د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخواني مشر او د تحریک انصاف مخکښ غړي اسد قیصر پر مرکزي حکومت غږ کړی، چې له افغانستان سره د شته ستونزو او تحفظاتو د حل لپاره دې د فشار سیاست پرېږدي او د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي.اسد قیصر ویلي، که ایران او امریکا کولای شي په […]

بشپړه لیکنه

پښتین: په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان پوځ د پښتنو په سیمو کې له ۳۰۰ ډېر بریدونه کړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور احمد پښتین، نن په یوه ويډیويي پیغام کې ادعا کړې، چې د ۲۰۲۵ کال په جریان کې د پاکستان پوځي رژیم د پښتنو په مېشتو سیمو کې له ۳۰۰ ډېر بریدونه ترسره کړي، چې پایله کې یې یوازې ښځې، ماشومان او سپین‌ ږیري وژل شوي دي.پښتین ویلي، چې د […]

بشپړه لیکنه

پاکستاني چارواکي: اسلام اباد او بیجینګ پريکړه کړې چې سي پيک پروژه افغانستان ته وغځوي

د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ د ترینګلو اړیکو تر سیوري لاندې، پاکستان او چین پرېکړه کړې چې د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز سي‌ پیک پروژه افغانستان ته هم وغځوي، په داسې حال کې چې چین د دواړو هېوادونو ترمنځ د خرابو اړیکو د بېرته رغولو هڅې پیل کړې دي.د پاکستان جیونیوز د راپور […]

بشپړه لیکنه

مجاهد: امريکا پيسې د بشري مرستو نړيوالو بنسټونه ته ليږي، اسلامي امارت ته نه

د افغانستان اسلامي اmارت ویاند، ذبيh الله مjاهد وايي، امریکا اسلامي اmارت ته نه، بلکې د بشري مرستو په نوم نړۍ والو بنسټونو ته پيسې استوي.مjاهد له پیام افغان ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې اسلامي اmارت ته هېڅ هېواد په مستقیم ډول مالي مرستې نه دي استولي. نوموړي زیاته کړې، اسلامي اmارت له […]

بشپړه لیکنه