د کډوالو سره د مرستې نړۍ وال سازمان اعلان کړی، چې د امریکا یوې فدرالي محکمې د ټرمپ ادارې ته امر کړی، څو د افغان کډوالو د ځانګړې کډوالۍ SIV ویزو د غوښتنلیکونو ارزونه بېرته پیل کړي.د واشنګټن ډي سي د کولمبیا حوزې قاضي تانیا چاټکان په خپله پرېکړه کې ویلي، چې د نامعلومې مودې لپاره د SIV ویزو د دوسیو ځنډول د کانګرس له پرېکړې او د محکمې له پخوانیو حکمونو ښکاره سرغړونه ده.دغه حکم د تېرې جمعې په ورځ د روبیو پر وړاندې د افغان او عراقي متحدینو تر سرلیک لاندې په یوې قضیه کې صادر شوی دی. محکمې د ډونالډ ټرمپ اداره مکلفه کړې، چې د یوه ټاکلي مهالوېش له مخې د ځانګړې کډوالۍ ویزو غوښتنلیکونه وڅېړي او پر وخت پرېکړه پرې وکړي.که څه هم د ټرمپ له خوا امریکا ته د افغان وګړو پر سفر لګېدلی بندیز لاهم پر خپل ځای دی، خو قاضي ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د SIV دوسیو ارزونه باید سملاسي پیل شي.قاضي چاټکان زیاته کړې، چې د ټرمپ ادارې چارواکي هېڅ ډول قانوني واک نه لري، څو په یو اړخیزه توګه هغه بهیر ودروي چې کانګرس یې د چټکولو امر کړی دی.

د امريکا يوې محکمې امر کړی چې د افغان ايس ای وي قضيو ارزونه دي بيرته پيل شي
Total Views:
0