میرویس عزیزی

ميرويس عزيزي، چې د افغانستان له پېژندل شوو سوداګرو څخه دي، يو ميليون افغانۍ د فوټسال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې لوبغاړو ته د جايزې په توګه ځانګړې کړې دي.

سپورټ ګټور خبرونه

نوموړي ويلي، د دې ګام موخه د لوبغاړو هڅونه او د هغوي د لا ښه فعاليت لپاره ملاتړ کول دي.

هغه د لوبډلې وروستي بري، چې د ايران له ماتولو وروسته يې د اسيايي ځوانانو د لوبو اتلولي خپله کړه، د افغانستان خلکو ته مبارکي ويلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د فوټسال د ۱۷ کلنو لوبډلې بريا د هېواد په کچه پراخ هرکلي موندلي او ګڼ شمېر سوداګر او سپورتي مينه‌ وال يې ستاينه کوي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: