د هند د ګجرات ایالت په وادودارا ښار کې د یوه افغان زدهکړیال، بینالله ضیا، مړی په خپله خونه کې موندل شوی دی.
پولیس وایي، د لومړنیو معلوماتو له مخې ښایي دا پېښه ځانوژنه وي، خو د مړینې اصلي لامل به د عدلي طب له څېړنو وروسته څرګند شي.
۳۴ کلن بینالله ضیا څو کاله وړاندې هند ته تللی و او د وادودارا ښار په یوه پوهنتون کې یې د معمارۍ (ودانیزې) په څانګه کې زدهکړې کولې. د هغه مړی د شنبې په شپه په خپل استوګنځي کې وموندل شو.
د پولیسو په وینا، د پېښې د لا روښانتیا لپاره د نوموړي ټیلیفون معلومات هم تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.
د ضیا ملګرو ویلي، کله چې یې څو ځله د هغه د خونې دروازه وټکوله خو ځواب یې ترلاسه نه کړ، نو پولیسو ته یې خبر ورکړ. پولیسو له دروازې د ننوتلو وروسته د هغه مړی وموند.
Total Views:
2
