امريکايي رسنۍ اېن پي آر راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندیدل د دوو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ ته ستر زیان اړولی دی. اېن پي آر وايي چې د دې بندښت له امله د چین، مالیزیا او ویتنام په څېر هېوادونو څخه د ټرانزيتي توکو رسولو ته هم ګډوډي رامنځته شوې ده. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مسئولین وايي، چې دغه بندښت د خصوصي سکتور لپاره تر ټولو بد حالت دی.د کابل د ګډې سوداګرۍ خونې عمومي منشي، وايي چې دا وضعیت د ډیورنډ د پولو تړل، افغانستان ته د خوراکي توکو او نورو اړینو موادو واردات ځنډولي دي. د افغانستان صادرات هم کم شوي، او افغان حکومت د پاکستاني درملو واردات د کیفیت اندېښنو له امله بند کړي دي.د دې وضعیت له امله د دواړو هېوادونو وګړي او سوداګرې ته زیان رسېدلی، او ډیری محصولات، لکه انسولين، د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

اين پي آر: د افغانستان او پاکستان د ترانزیټي لارو بندښت د حياتي سوداګرۍ ملا ماته کړې
Total Views:
0