اصف: ښايي تر روژې وړاندي په افغانستان کې د خپلو مخالفانو په وړاندي اقدام وکړو

خبرونه نړېوال خبرونه

پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې هېواد یې ښایي د روژې له پیل مخکې په افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې اقدام وکړي. هغه ټینګار کړی، چې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې ځنډ د منلو نه دی او که د ډیورنډ کرښې بل اړخ اقدام ونه کړي، مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.خواجه اصف ویلي، له اسلامي اmارت سره اړیکې لاهم شته، خو د افغانستان له خاورې د وسله‌ والو فعالیت نه‌ دی کم شوی. نوموړي زیاته کړې، پاکستان خبرو ته تیار دی، خو د بریدونو دوام نه‌ شي زغملی.بل لور ته، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان پر تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي، کله چې یو انار له افغانستانه پاکستان ته نه‌ شي راتلای، ترهګر څنګه راتلای شي.اسلامي اmارت د خواجه اصف يادو څرګندونو ته غبرګون ندی ښودلی خو تر دې وړاندي يې خبرداری ورکړی و چې د پاکستان هر ډول کوچنی بريد به بشپړه جګړه وبلل شي او په وړاندي به يې کلک غبرګون وښيې.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: