د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور احمد پښتین، نن په یوه ويډیويي پیغام کې ادعا کړې، چې د ۲۰۲۵ کال په جریان کې د پاکستان پوځي رژیم د پښتنو په مېشتو سیمو کې له ۳۰۰ ډېر بریدونه ترسره کړي، چې پایله کې یې یوازې ښځې، ماشومان او سپین ږیري وژل شوي دي.پښتین ویلي، چې د پاکستان پوځي ځواکونه د موخه ییزو عملیاتو تر نوم لاندې په پښتني سیمو کې جګړه پر مخ وړي، خو د ده په وینا، د دغو عملیاتو اصلي موخه د سیمو ناامنه کول، د بې ګناه پښتنو وژل او د خلکو د شتمنیو لوټل دي.د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ټینګار کړی، چې دا ډول عملیات نه یوازې د سیمې امنیت نه شي ټینګولی، بلکې د ولس ترمنځ وېره، بې باوري او کړکېچ لا زیاتوي. هغه زیاته کړې، چې پښتانه د جګړې، زور او تحمیل قربانیان دي او د خپلو بنسټیزو حقونو غوښتنه کوي.
Total Views:
0
