په کندهار کې د ۹.۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

خبرونه کورني خبرونه ګټور خبرونه

د کندهار ښاروالۍ مسوولین وايي، له ډنډ چوک څخه تر باغ پل پورې د ۹ نیم کیلومتره سړک د جوړولو چارې په عملي ډول پیل شوې دي او تمه ده، چې ټول کارونه به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړ شي.د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دا سړک ۶۰ متره پراخوالی لري او د جوړولو ټول لګښت یې ۱.۴ میلیارده افغانۍ اټکل شوی، چې د مشرتابه شیخ صاحب له لوري تمویلېږي.چارواکي وايي، د دې سړک په بشپړېدو سره به د ښار د ترانسپورتي ستونزو په کمولو، د ترافیک د تنظیم او د ښاري ښکلا په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.کندهار ښار په وروستیو کلونو کې د نفوس د زیاتوالي او ښاري پراختیا له امله د سړکونو له کمښت سره مخ دی. د ښاروالۍ مسوولین وايي، د یادې پروژې پلي کېدل به د ښار د مهمو سیمو ترمنځ تګ راتګ اسانه کړي او د ښاري خدمتونو د پراختیا برخه کې به اغېزمن ګام وي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: