ټولګټو وزارت وایي، چې په تېره اوونۍ کې، د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم له ۹مې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۳۵ زره او ۴۸۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، د حیرتان بندر له لارې ۹۷ زره او ۳۹۶ ټنه، د ا قینې بندر له لارې ۸۰ زره او ۵۷ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۸ زره او ۸۲۳ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۱ زره او ۲۱۱ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال ۱۳۵ زره او ۴۸۷ ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تېره اوونۍ کې ۲۶۹ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې د انارو جوس دي.
د یادونې وړ ده، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
