وردګو کې یو افغان پخپل شخصي لګښت د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه کړې

خبرونه

په وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ کې د کمال بابا خېلو اوسېدونکي شفیق مسیر د خپل شخصي لګښت له لارې د نجونو او ماشومانو لپاره د ښوونځي ودانۍ جوړه کړې ده.

دغه نوې ودانۍ به عصري کمپیوټر لب او غني کتابتون هم ولري.

ښاغلي مسیر د ښوونځي د جوړېدو موخه د سیمې ماشومانو ته د زده‌کړې مناسب چاپېریال برابرول بللی.

د یادونې وړ ده، چې پدې وروستیو کې په ډیری ولایتونو کې خلکو په شخصي لګښت ښوونځي او روغتیایي مرکزونه رغولي دي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: