واشنګټن د منځني ختیځ هېوادونه د کمزورو دفاعي وسلو په پلور غولولي دي

خبرونه سيمه نړۍ نړېوال خبرونه

د ګلف آنلاین نیوز د راپور له مخې، د ایران د روانې جګړې په ترڅ کې څرګنده شوې چې امریکا د کلونو راهیسې د منځني ختیځ پر عربي هېوادونو داسې وسلې پلورلې چې د عصري توغندیزو بریدونو، په ځانګړي ډول د ایران د پرمختللو توغندیو، پر وړاندې اغېزمنه دفاع نه شي کولی.راپور لیکي، وروستیو پوځي پېښو وښوده چې د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې کارېدونکي دفاعي سیستمونه د ایران د پرمختللو توغندیو د مخنیوي بشپړ توان نه لري. د یادې رسنۍ په وینا، همدا کمزوري د سیمې هېوادونه له جدي امنیتي ستونزو سره مخ کړي او د هغوی دفاعي چمتووالی یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.ګلف آنلاین نیوز ادعا کړې، چې عربي هېوادونه کلونه کلونه د پرمختللو وسلو تر نوم لاندې غولول شوي او په لوړو بیو ورته زاړه یا کم‌ اغېزه پوځي تجهیزات پلورل شوي دي. راپور زیاتوي چې اوس، له جګړې سره د منځني ختیځ د پراخ ښکېلتیا په حال کې، دا روښانه شوې چې د سیمې دفاعي سیستمونه د ایران د بریدونو پر وړاندې کافي چمتووالی نه لري.د راپور پر بنسټ، ډېری هېوادونه د عملي دفاع په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي او اړ شوي چې خپل امنیتي تګلارې او دفاعي تړونونه له سره وارزوي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: