د کابل او اسلام ‌اباد ترمنځ د کړکېچ د حل یوازینې حلاره مذاکرات دي

خبرونه

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اوسني کړکېچ د حل تر ټولو غوره لاره دا ده چې خبرې اترې باید ونه درېږي، حتی که دې خبرو ته د ۳۰ پړاوونو اړتیا هم وي.

هغه په خپل ایکس‌پاڼه لیکلي: «که خبرې و نه شي، نور به له شرایطو ګټه واخلي. ګاونډیان باید هېڅکله د خبرو دروازه بنده نه کړي؛ دا د تاریخ یو روښانه درس دی.»

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: