د پاکستاني رسنیو په وینا، د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د دوشنبې شپې هوایي بریدونه په افغانستان کې دوی نه دي کړي او ویلي یې دي: «که موږ برید وکړو، مسئولیت به یې په ښکاره ومنو.»
د پوځ ویاند احمد شریف چودري ټینګار کړی چې پاکستان هرکله کوم عملیات یا برید ترسره کړي، هغه به په رسمي او علني ډول اعلان کړي.
خو بل لور ته، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن سهار څرګنده کړې چې دغه بریدونه به «بې ځوابه پاتې نه شي.»
تیره شپه پاکستاني ملېشو په کنړ، خوست او پکتیکا ولایتونو هوایي بریدونه ترسره کړي، او ۱۴ تنه ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې، چې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.
Total Views:
1
