د ایران او امریکا دوهم پړاو خبرې هم اسلام اباد کې ترسره کیږي

خبرونه سيمه

د رویټرز د راپور له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو به دا اونۍ په اسلام اباد کې ترسره شي.

په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو د مذاکراتي ټیمونو استازي ګډون کوي.

لومړی پړاو خبرې په ظاهره ناکامې بلل شوې وې، خو وروسته دواړو لورو وویل چې خبرې په بشپړ ډول نه دي ناکامې، یوازې د ځینو مهمو مسایلو په اړه لا هم اختلافات شته.

Total Views: 2
له نورو سره یې شریک کړئ: