د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید النهيان پرون پاکستان ته سفر وکړ او له لوړپوړو چارواکو سره یې د سیمې په حالاتو خبرې وکړې.
د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، چې د متحده اماراتو ولسمشر ته د هرکلي په مراسمو کې جنګي الوتکو هم د سلامۍ پروازونه وکړل خو هغه له پاکستان سره کومه ځانګړې وعده ونه کړه.
د پاکستاني چارواکو په خبره، په دې کتنه کې یوازې د ګډو همکاریو د پراختیا پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې، خو د پانګونې یا قرض کوم لوی تړون ورسره لاسلیک نه شو.
د متحده عربي اماراتو او پاکستان اړیکې د سیمې د ثبات، سوداګرۍ او ډیپلوماتیکو همکاریو په محورونو ولاړې دي، خو د سفر لنډوالی ښيي چې د لویو مالي تړونونو لپاره به نورې خبرې په راتلونکي کې وشي.
Total Views:
0
