پاکستاني چارواکي: اسلام اباد او بیجینګ پريکړه کړې چې سي پيک پروژه افغانستان ته وغځوي

خبرونه راپورونه ګټور خبرونه نړېوال خبرونه

د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ د ترینګلو اړیکو تر سیوري لاندې، پاکستان او چین پرېکړه کړې چې د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز سي‌ پیک پروژه افغانستان ته هم وغځوي، په داسې حال کې چې چین د دواړو هېوادونو ترمنځ د خرابو اړیکو د بېرته رغولو هڅې پیل کړې دي.د پاکستان جیونیوز د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د سنا مجلس د بهرنیو چارو دایمي کمېټې ته ویلي، چې چین هم په افغانستان کې د ترهګرۍ په اړه اندېښنې لري او د افغانستان په تړاو د اسلام‌ اباد او بیجینګ دریځ یو ډول دی.یادو چارواکو زیاته کړې، چې که څه هم د پاکستان او افغانستان اړیکې دا مهال په موقتي ډول خرابې دي، خو اسلام‌ اباد پرېکړه کړې چې د سي‌ پیک پروژه افغانستان ته هم وغځوي، څو سیمه‌ ییزې اقتصادي اړیکې پراخې شي.دوی همدارنګه ویلي، چې چین هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا کمه کړي او دواړه لوري بېرته د همکارۍ لوري ته را وګرځوي.د پاکستاني چارواکو په وینا، د سیمه‌ ییزو همکاریو فورم د هند د نه‌ همکارۍ له امله له ځنډ سره مخ دی او له همدې امله پاکستان له نورو سیمه‌ ییزو هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا تمرکز زیات کړی دی.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: