د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د بلخ ولایت په یوه غونډه کې خبرداری ورکړی، چې که څوک پر افغانستان د تېري یا لاسوهنې نیت لري، باید له تېرو تجربو درس واخلي.
نوموړي ټینګار کړی، چې افغانانو هېڅکله چاته اجازه نه ده ورکړې چې پر خپله خاوره واک وچلوي، او زیاته یې کړه چې د تاریخ په اوږدو کې باید له روس، انګرېز او امریکا څخه عبرت واخیستل شي.
هغه همداراز ویلي، چې د افغانستان اقتصاد مخ پر پیاوړتیا دی او هېواد په تدریجي ډول د ځان بسیاینې پر لور روان دی.
په همدې غونډه کې نورو چارواکو او مشرانو هم د ملي یووالي پر اهمیت ټینګار کړی او د خلکو باور یې د نظام له مهمو لاسته راوړنو څخه بللی دی.
Total Views:
0
