د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن د شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې د پاکستان له تحریک tالبان سره شخړه نوی موضوع نه ده، او نه هم د اسلامي eمارت له حاکمیت وروسته رامنځته شوې، بلکې دا موضوع له ۲۰۰۲ کال راهیسې روانه ده.
نوموړي وویل چې اسلامي eمارت هلې ځلې وکړې څو د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ د خبرو مستقیم لوری پرانیستل شي او دغه خبرې تر یوې کچې بریالۍ هم روانې وې، خو د ده په وینا د پاکستان پوځ دغه بهیر ګډوډ کړ.
مجاهد ټینګار وکړ چې د پاکستان په پوځ کې داسې کړۍ شته چې په افغانستان کې په ځان بسیا او با ثباته نظام لیدل ورته د منلو نه دي.
Total Views:
0
