د هند د بهرنيو چارو وزير جي شنکر نن دوشنبه د اسلامي eمارت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي سره د ټيليفوني اړيکې پر مهال د وروستۍ زلزلې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې.
هغه په خپل اېکس (X) ليکلي چې د هند او افغانستان د خلکو ترمنځ اړيکې ورځ تر بلې پياوړې کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو فضا نوره هم پراخېږي.
بلخو د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رندير جېسوال ويلي چې هند د افغانستان شمال ته د زلزله ځپلو کورنيو د مرستې لپاره خوراکي توکي او اړين مواد استولي دي.
Total Views:
0
