سوریه کې د داعش ۱۲۰ بندیان له شدادي زندانه تښتېدلي

خبرونه راپورونه نړېوال خبرونه

د سوریې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د داعش ۱۲۰ جنګیالي د شدادي ښار له زندانه تښتېدلي دي. دغه پېښه د سوریې د پوځ او کُرد ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو پر مهال رامنځته شوې ده.د یاد وزارت په وینا، امنیتي ځواکونو تر چاڼیزو عملیاتو وروسته ۸۱ تښتېدلي کسان بېرته نیولي او د پاتې نورو د نیولو هڅې روانې دي. د تښتېدلو کسانو شمېر داسې مهال اعلان شوی، چې تر دې وړاندې یوې کُردۍ سرچینې د شاوخوا ۱۵۰۰ بندیانو د تېښتې ادعا کړې وه.بل‌ خوا، د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو ویلي، د پوځ له برید وروسته یې د الاقطان زندان کنټرول له لاسه ورکړی، خو د سوریې پوځ دغه ادعا رد کړې ده. د راپورونو له مخې، د نښتو پر مهال د کُرد ځواکونو ۹ غړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: