خواجه آصف د پاکستان دفاع وزیر

د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د بيا پيل په اړه هيله څرګنده کړې ده.

خبرونه

نوموړي د ترکيې او قطر له هغه رغنده رول څخه مننه کړې چې د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه‌ والي لپاره يې هڅې کړې دي او ويلې يې دي چې دا هڅې به مثبتې پايلې ولري.

د هغه په وينا، د افغان وګړو موضوع اوس د لومړي ځل لپاره په نړيواله کچه مطرح شوې ده.

ټاکل شوې چې راتلونکې غونډه د روانې مياشتې د نومبر په ۶مه په استانبول کې ترسره شي، چې د اوربند او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه به مفصل بحث پکې وشي.

Total Views: 1
له نورو سره یې شریک کړئ: