د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ۱۰ زره کانتینرونو بندیدو له امله میلیونونه ډالر زیان

خبرونه کورني خبرونه نړېوال خبرونه

د پاکستان او افغانستان سوداګرۍ او صنایعو ګډی ادارې له دواړو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د ۱۰ زره بندو کانتینرونو د یو ځل خوشې کېدو اجازه ورکړل شي.پاکستاني رسنۍ وايي، دا کانتینرونه د تجارت د بندېدو له امله له ۱۰۰ ورځو زیات په سرحدي لارو کې بند پاتې دي.د ادارې په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بندېدل تر اوسه میلیونونه ډالر سوداګرو ته زیان اړولی دی.د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې لارې اوږده موده تړلې دي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو سوداګري زیانمنه شوې ده، د سوداګرۍ ګډه اداره د دې ستونزې د ژر حل لپاره له چارواکو عاجل اقدام غواړي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: