د لارو تړل کېدل؛ پاکستاني سوداګرو ته یو ملیارد ډالر زیان اوښتی

خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې د نهو میاشتو تړل کېدو له امله پاکستاني سوداګرو ته تر یو میلیارده ډالر اضافي مالي زیان اوښتی دی.

د پېښور سوداګر وایي، د لارې بندېدو له امله زرګونه کسان بې‌ کاره شوي او د دواړو خواوو سوداګري له سختو ستونزو سره مخ شوې ده.

د معلوماتو له مخې، پاکستاني سوداګرو ته نږدې ۱.۰۱ میلیارده ډالر زیان رسېدلی دی.

په پېښور کې سوداګرو، ټرانسپورټي شرکتونو او ګمرکي استازو له حکومتونو وغوښتل چې د زیانمنو سوداګرو لپاره مرسته اعلان کړي او د افغانستان ـ پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې بېرته پرانیزي.

د تورخم لارې بندېدو له امله سلګونه بار وړونکي موټر بند پاتې دي او مېوې، سبزي او نور ژر خرابېدونکي توکي خراب شوي دي.

سوداګر وایي، د لارې تړل کېدو د سیمې پر خلکو هم اقتصادي فشار زیات کړی او ډېرې کورنۍ له بې‌کارۍ سره مخ شوې دي.

Total Views: 1
له نورو سره یې شریک کړئ:

ځواب پرېږدئ