د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې د نهو میاشتو تړل کېدو له امله پاکستاني سوداګرو ته تر یو میلیارده ډالر اضافي مالي زیان اوښتی دی.
د پېښور سوداګر وایي، د لارې بندېدو له امله زرګونه کسان بې کاره شوي او د دواړو خواوو سوداګري له سختو ستونزو سره مخ شوې ده.
د معلوماتو له مخې، پاکستاني سوداګرو ته نږدې ۱.۰۱ میلیارده ډالر زیان رسېدلی دی.
په پېښور کې سوداګرو، ټرانسپورټي شرکتونو او ګمرکي استازو له حکومتونو وغوښتل چې د زیانمنو سوداګرو لپاره مرسته اعلان کړي او د افغانستان ـ پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې بېرته پرانیزي.
د تورخم لارې بندېدو له امله سلګونه بار وړونکي موټر بند پاتې دي او مېوې، سبزي او نور ژر خرابېدونکي توکي خراب شوي دي.
سوداګر وایي، د لارې تړل کېدو د سیمې پر خلکو هم اقتصادي فشار زیات کړی او ډېرې کورنۍ له بېکارۍ سره مخ شوې دي.
