د دغه وزارت چارواکو ويلي، چې له دې شمېرې ۱۸ ميليونه ډالره د افغانستان له لوري چين ته صادرات او ۷۲۷ ميليونه ډالره واردات دي.
د نوموړي په وينا، د افغانستان اصلي صادراتي توکي چين ته جلغوزي، وچ زردالو، قيمتي او نيمه قيمتي ډبرې دي، خو له چين څخه افغانستان ته زياتره د کتان ټوکر، د سولر ښيښې، برېښنايي وسايل او د کارخانو اومه توکي واردېږي.
ورته مهال، يو شمېر افغان سوداګرو د ټرانزيټي ستونزو، د لېږد او رالېږد د لوړ لګښت او د هوايي دهليزونو د محدودتيا له امله، چين ته د صادراتو د زياتوالي مخه نيول شوې بللې ده.
Total Views:
0
