د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی، په رسمي سفر هندوستان ته ورسېد او د هندي چارواکو لخوا یې هرکلی وشو.
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلی عزیزی به په دې سفر کې د هندوستان له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره وګوري او د خبرو اصلي محور به د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراخول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې همکارۍ پیاوړتیا وي.
دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې افغانستان او هندوستان هڅه کوي خپلې اقتصادي، ترانزیټي او نوې همکارۍ لا زیاتې کړي.
Total Views:
2
