د امریکا دجګړې وزیر: د ايران په وړاندي جګړه به د عراق او افغانستان له جګړو سره توپیر ولري

خبرونه راپورونه نړۍ نړېوال خبرونه

د امریکا د جګړې وزیر ویلي، چې په منځني ختیځ کې روانه جګړه به د هغو تګلارو له مخې نه پرمخ وړل کېږي چې پخوا د عراق او افغانستان د جګړو پر مهال کارول شوې وې. نوموړي ټینګار کړی چې هغه احمقانه طریقې چې په دغو جګړو کې کارېدلې، دا ځل به تکرار نه شي.د امریکا دجګړې وزیر پیټ هيګيسټ له یوې امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې امریکا لا هم په سیمه کې پراخ پوځي ظرفیت لري او د جګړې اصلي پړاوونه لا نه دي پیل شوي. د هغه په وینا، امریکا کولی شي له لوړې ارتفاع څخه په دقیقو بریدونو سره پوځي هدفونه په نښه کړي.هغه زیاته کړه چې د عادي مهماتو لکه ازاد غورځېدونکو بمونو ــ د ۵۰۰ پونډه، ۱۰۰۰ پونډه او ۲۰۰۰ پونډه بمونو ــ کارول لا هم نه دي پیل شوي او که اړتیا پېښه شي، امریکا به له همدې لارې خپلو پوځي موخو ته د رسېدو هڅه وکړي.د امریکا دفاع وزیر همداراز دا احتمال په بشپړه توګه رد نه کړ چې ښايي امریکايي ځواکونه د ایران پر ضد جګړه کې مستقیم رول ولوبوي، خو د ځمکني حضور په اړه یې څرګند دریځ وړاندې نه کړ.نوموړي د بې قید او شرط تسلیمۍ د غوښتنې په اړه چې د امریکا ولسمشر د ایران پر وړاندې کړې ده، روښانه ځواب ورنه کړ، هغه وویل، داسې وخت به راشي چې ایران به نور د جګړې توان ونه لري.د هغه په خبره، کله چې هغوی نور د جګړې توان ونه لري، موږ به پوه شو. یوه داسې نقطه راځي چې هغوی بل انتخاب نه لري؛ که پوه شي یا نه، له نظامي پلوه به نور د جګړې توان ونه لري او هماغه وخت به تسلیم شي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: