امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو دوهم پړاو ټاکل شوې د سویس په جینوا ښار کې ترسره شي، چې په ترڅ کې به دواړه پلاوي د اوکراین جګړې او د ایران اړوند پر مهمو سیاسي او امنیتي مسایلو خبرې وکړي.رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا له لوري به یو لوړپوړی پلاوی، چې پکې سټیو ویټکاف او جرد کوشنر شامل دي، د سه شنبې په سهار د ایران له چارواکو سره وګوري. د راپور له مخې، یاد پلاوی به وروسته د ماسپښین پر مهال د روسیې او اوکراین له استازو سره په درې اړخیزو خبرو اترو کې هم ګډون وکړي.د امریکا او ایران د مذاکراتو لومړی پړاو تر دې وړاندې په عمان کې ترسره شوی و. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یاد پړاو له پای وروسته ویلي و، چې خبرې اوږدې او ژورې وې، خو د پایلو په اړه یې جزییات نه وو ورکړي.بل پلو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که له ایران سره هوکړې ته ونه رسېږي، نو د تهران لپاره به بدې پېښې رامنځته شي، چې دا څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو خبرو حساسیت نور هم زیاتوي.

د امريکا او ايران دوهم پړاو خبري د سويس په جينوا ښار کې ترسره کېږي
Total Views:
0